لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې لغمان ځوانانو لوبډلې له خپل ٧٨ منډو څخه دفاع وکړه او د ٢٨ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ریاض سنګروال لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
