لغمان؛ عليشنګ ولسوالۍ کې د ۷۴ لوبډلو ترمنځ د ټېب کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۹:۱۸
لغمان؛ عليشنګ ولسوالۍ کې د ۷۴ لوبډلو ترمنځ د ټېب کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ۷۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کریکټ سيالۍ، چې ۴۸ ورځې وړاندې د یاد ولایت عليشنګ ولسوالۍ د کوټالۍ کلي په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې د کچاړي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د کچاړي او کوټالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د کچاړي لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو دلاسه ورکولو سره د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د کوټالۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو دلاسه ورکولو سره یواځې ۱۵۶ منډې ترلاسه کړې او سیالي یې د ۴۸ منډو په توپیر کچاړي لوبډلې ته وبایلله.

د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرکټ ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو لپاره یوه سالمه تفریح برابرول و.

د سیالیو په پای کې د لغمان ورزش امریت له لوري لومړي او دویم مقام لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS