لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ په حاجي قلعه کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ااا له نظام څخه د ملاټړ په موخه د واليبال سيالۍ د شيخ محمد حسين لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو په پایلوبه کې شيخ محمد حسين لېسې لوبډلې خپلې سيالې حضرت بلال لوبډلې ته د ۳ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو اته ورځې دوام وکړ او په پای کې لوبډلو ته کپونه، لوبغاړو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
