قرغيو ولسوالۍ لوبډلې د لغمان ټېپ بال کرېکټ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۳
قرغيو ولسوالۍ لوبډلې د لغمان ټېپ بال کرېکټ سياليو اتلولي وگټله

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز هندي پارک لوبغالي کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د قرغيو ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د قرغيو او الينگار ولسواليو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه قرغيو ولسوالۍ لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف کېښود، په ځواب الينگار ولسوالۍ لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۲۵ منډې او لوبه يې د ۲۵ منډو په توپير وبايلله.

دا سیالۍ د سالمې تفريح برابرولو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې ۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۱۹
Background image

پکتیا کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ٢٤ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۱۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ساد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۱۴
Background image

پکتیا؛ ډنډ پټان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS