قاري حيات الله رحماني د رزمي ورزشونو فدراسیون د نوي رئیس په توګه وټاکل شوه
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د جلساتو په تالار کې د افغانســــــــتان د ورزش ادارې د رهبري، رزمي ورزشونو فدراسیون، ورزشي سازمانونو او سبکونو د ګډې همغږۍ او ناستې په ترڅ کې قاري حيات الله رحماني د رزمي ورزشونو فدراسيون د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.
په همدې مناسبت مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې غړو،د رزمي ورزشونو فدراسیون غړو ، د ورزشي سازمانونو او سبکونو مسوولینو شتون درلود.
د دغې جلسې په پيل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي رئيس عبدالمومن راد خبرې وکړې نوموړي وويل؛ که څه هم رزمي ورزشونه، سازمانونه او سبکونه په افغانستان کې زياته سابقه نه لري؛ خو بيا يې هم په کم وخت کې زياتې لاسته راوړنې درلودلې دي.
ښاغلي راد زياته کړه؛ د ورزش ادارې پرېکړه کړې چې د رزمي ورزشونو، ورزشي سازمانونو او سبکونو ملاتړ وکړي او د هغوى د فعاليت لپاره لا ښه زمينه برابره کړي.
ورپسې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني په ياده ناسته کې د ښاغلي رحماني پر شخصیت، استعداد، پوهه او تعلقاتو خبرې وکړې.
ښاغلي حقاني وویل؛ د ورزش وده او پراختیا يو هدف دى چې دې هدف ته د رسېدلو لپاره بايد ټول په ګډه هڅه وکړو.
نوموړي له ټولو ورزشي فدراسیونونو وغوښتل چې سره همغږي شي؛ ترڅو د ورزش په ډګر موجودې لاسته راوړنې ضايع نه شي.
حقاني د رزمي ورزشونو فدراسیون نوي رئیس قاري حيات الله رحماني ته د لابريا هيله څرګنده کړله.
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ هم په ياده جلسه کې د خبرو پر مهال وویل: د ورزش ادراه هڅه کوي چې ورزش د هرې رشتې او فدراسیون ستونزي حل او د هغوى ترمنځ اتحاد، يووالى او ورورولي راولي.
نوموړي وويل؛ نن په دې موخه راټول شوي يوو، چې د رزمي ورزشونو، سازمانونو او سبکونو لاسته راوړنې ضايع نه شي ځکه د هېواد لپاره يې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.
په همدې حال کې د رزمي ورزشونو فدراسیون نوي رئیس حيات الله رحماني د ورزش ادارې له رهبري، د رزمي ورزشونو فدراسیون له غړو د ورزشي سازمانونو او سبکونو د مسوولینو له اعتماد څخه مننه وکړه چې نوموړى يې د دې مسولیت وړ وباله.
ښاغلي رحماني د رزمي ورزشونو د ودې او لا پرمختګ ژمنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې د رزمي ورزشونو، ورزشي سازمانونو او سبکونو د ستونزو د هواري په موخه يوه ١٥ کسيزه کمېټه وټاکل شوه. نوموړې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، چې د رزمي ورزشونو، سازمانونه او سبکونو د منازعاتو د حل لپاره جامع طرحه چمتو کړي.
