فاریاب کې د کورش لوبې وشوې
په فاریاب ولایت کې د مرکز میمنې او څوارلس ولسوالیو د ورزشکارانو تر منځ د کورش منتخبې لوبې وشوې.
یادې لوبې تېره ورځ د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار په شهردارۍ پارک کې وشوې.
په دغو لوبو کې د ورزشکارانو تر منځ د ځوانانو او نویو ځوانانو عمرونو او بېلابېلو ورزنونو کې لوبې وشوې.
د دغو لوبو د مسوولینو په وینا؛ د دغو لوبه موخه د کورش لوبې وده او د فاریاب ولایت لوبډلې ته د لوبغاړو ټاکل دي.
د لوبو په پای کې د ورزش امریت او کورش فدراسیون د مسوولینو له خوا غورهلوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
