غور کې له ۶۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې له څلورو کلبونو څخه له ۶۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د ووشو سيالۍ وشوې.
دغو سياليو يوه ورځ دوام وکړ، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
د يادو سياليو موخه د ووشو ورزش ته وده ورکول، د ووشو فدراسيون منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو لاره موندل و.
