غور کې د ويلچر باسکټبال سيالۍ د انجمن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۲۱:۴۹
غور کې د ويلچر باسکټبال سيالۍ د انجمن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ويلچر باسکټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د انجمن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ، چې د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې وې، په پايلوبه کې انجمن لوبډلې خپلې سيالې وحدت لوبډلې ته د ۲۶ پر ۱۹ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه او همدارنگه وحدت او غور جام لوبډلو په ترتيب سره دويم او درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۴۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۳۶
Background image

د روشن مخابراتي شرکت استازو د هېواد د ورزش ادارې له رهبرۍ سره وليدل

په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت استازو د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له رهبرۍ سره د دې رياست په مرکزي دفتر کې وليدل او د ورزش د پرمختګ لپاره يې په ګډو همکاريو خبرې وکړې.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۳۴
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

سه شنبه، د چنګاښ ١٧مه، ١٤٠٤

BACK TO NEWS