غور کې د غرختنې لس کسېزه لوبډله د سیاه کوه غرونو لوړې څوکې ته وختله

د غوره ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د غرختنې لس کسېزه لوبډله د سیاه کوه غرونو ۳۳۵۰ متري واټن لوړې څوکې ته وختله.
د غرختنې دغه لوبډله له نهو ورزشکارانو او له یو ریئس څخه جوړه ده، چې په راتلونکي کې به د عقابان هندوکش، کمپ نمبر یک او د غور جام سیالیو کې هم ګډون ولري.
د یادې غرختنې موخه د غرختنې ورزش ته وده ورکول او د غرختنې مرکزي سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام کړ.