غور ولایت کې د والیبال سیالیو اتلولي اتحاد لوبډلې وګټله

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۱۰:۵۰
غور ولایت کې د والیبال سیالیو اتلولي اتحاد لوبډلې وګټله

د والیبال دا سیالۍ چې د غور ولایت د بدني روزنې او سپورت آمریت او والیبال فدراسیون له خوا دوه اوونۍ وړاندې فیروز کوه ښار کې پیل شوې وې د اتحاد لوبډلې په بري پای ته ورسېدې.

یادو سیالیو کې شپږ لوبډلو ګډون درلود چې پایلوبې ته یې د « اتحاد و لمر» لوبډلو لارپیدا کړه چې د « ۳-۲» پایلې سره د اتحاد په اتلولۍ او لمرلوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېدې.

د پایلوبې په مراسمو کې د غورولایت د بدني روزنې او سپورت آمر حمیدالله ایماق ترڅنګ ګڼو نورو ورزشي ، نظامي او ملکي چارواکو، مخورو، ځوانانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.

د دې سیالیو موخه د ځوانانو فکري او ذهني رغون ، ولایتي منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او ورزش ته وده ورکول و.

د پای په مراسمو کې لومړي او دویم مقام لوبډلو ته کپونه، غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS