غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په پسابند ولسوالۍ کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې د ۶۰ کيلوګرام څخه تر ۱۰۰ کيلو ګرام پورې ترسره شوې، په پايله ۱۶ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي کي شول.
د يادو سياليو موخه د غېږنيونې ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
