غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۲۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
