غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پيل شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې غوره ورزشکاران د غور ولایت د سنوکر منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د غور ولایت د سنوکر منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و.
