غور؛ لعل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۳:۱۲
غور؛ لعل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په لعل ولسوالۍ کې د ژمي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال حذفي سیالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ميهن ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې شاهين لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه په لعل ولسوالۍ کې د ځوانانو ترمنځ د واليبال ورزش ته وده ورکول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS