غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې اتفاق لوبډلې خپلې سیالې عقابان لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او ځوانانو ته سالمه فضا رامنځته کول دي.
