غزني کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ د فتح محمد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۵:۱۳
غزني کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ د فتح محمد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ د فتح محمد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې حاجي فتح محمد لوبډلې د زیاتو امیتازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ګیرو لوبډلې دویم او روزي محمد لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د نېزه وهلو ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۲۴
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك👇

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۲۶
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ٨٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ٨٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۲۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٨٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٨۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS