غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شاهین سراب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د جغتو ولسوالۍ له بېلا بېلو کلیو د لسو لوبډلو ترمنځ د کوچني اختر نماځلو په موخه د فوټبال سیالۍ د شاهین سراب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو پایلوبه کې د شاهین سراب لوبډلې خپلې سیالې اتحاد حیدرا لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د کوچني اختر نماځل، ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره لوبډلې ته کپ، مډالونه، جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.
