غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۱:۵۵
غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ګیرو ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د باتور بازانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د باتور بازانو او ډیسي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه باتور بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٤ منډو هدف وټاکه. ډیسي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ١١٤ منډې وکړې او لوبه یې د ٢٩ منډو په توپیر باتور بازانو لوبډلې ته وبایلله.

دا سیالۍ د ټاپي پروژې په ویاړ ترسره شوې چې ٤٥ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS