غزني؛ مالستان ولسوالۍ کې د فوټسال سیالۍ د مالستان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۱:۲
غزني؛ مالستان ولسوالۍ کې د فوټسال سیالۍ د مالستان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د مالستان نګین ورزشي ټولنې له لوري د یاد ولایت په مالستان ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د مالستان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې مالستان اتلانو لوبډلې خپلې سیالې اتحاد نوجوی لوبډلې ته د ۸/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS