غزني؛ فروشګاه لوبډله د اندړ ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتله شوه
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د اندړو ولسوالۍ د کوټه سنګي کلي په ورزشي لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام پیل شوې سیالۍ د فروشګاه لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پای لوبه د اتحاد او فروشګاه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې فروشګاه لوبډلې د ۱/۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
یادې سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې وې چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې د سیالیو د مسؤولانو له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ، نغدي ډالۍ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
