غزني؛ د جاغوري ولسوالۍ د فوټسال رمضان جام سياليو د کواټر فائنل دوې سيالۍ ترسره شوې
د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ د فوټسال رمضان جام سياليو په دوام د کواټر فائنل دوې سيالۍ ترسره شوې.
لومړۍ سيالي د جاغوري ستارګان او ميهن داود لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په پايله کې ستاره ګان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته په ۲_۰ ماتې ورکړه.
همداراز په دويمه سيالۍ کې ګردن داود لوبډلې المهدي نواباد لوبډلې ته په ۲_۱ ګولونو ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دغه سیالۍ د یاد ولایت د بدني رونې او ورزش آمریت او جاغوري ولسوالۍ د ورزش مدیریت په همغږۍ د وري میاشتې په ۱۵ نېټه د ۲۱ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
