غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال خزاني لیګ پيل شو
 
              د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جاغوري ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري په یادې ولسوالۍ کې د "لیگ اتحاد والیبال لومان" جام په نوم د والیبال خزاني لیګ پیل شو.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تمقول لومان لوبډلې خپلې سیالې میانه لومان لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول دي، چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.
