غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نهاد مسیر افتاب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې درې ورځې وړاندې پیل شوې وې د نهاد مسیر افتاب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې د نهاد مسیرافتاب لوبډلې خپلې سیالې عقاب بابه لوبډلې ته د ۴/۳ میدانونو په توپیرماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د کوچني اختر نماځل و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره لوبډلې ته کپ، مډالونه، جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.