غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د اندړ ولسوالۍ په بندې سردې کلي کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې کيهان ناني لوبډلې خپلې سیالې اليون سټار لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
