غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نېره وهلو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۱:۵۶
غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نېره وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نېره وهلو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې ش.ه.ید احمد خان لوبډلې د ۴۴ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، فتح محمد شلګروال لوبډلې د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د محمد انور اندړ لوبډلې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول او د ورزشکارانو هڅوول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د غزني ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS