غزني؛ اب بند ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۲۲:۸
غزني؛ اب بند ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د اب بند ولسوالۍ د بېلا بېلو کلیو د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې ۱۳ ورځې وړاندې پیل شوې وې د پیارو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د پیارو او بادام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د پیارو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د۱/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د نشه یې توکو پر وړاندې مبازه یاد شوي دي،

د دغو سیاليو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS