غزني، ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کوچني اختر د نمانځلو په موخه د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې شاهين لوبډلې خپلې سیالې فتاب اريان لوبډلې ته د ۶/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د کوچني اختر نمانځل دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.