عظمت الله عمرزی د کال غوره لوبغاړی شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاری (الراونډر) عظمت الله عمرزی د کرېکټ نړۍوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴ مېلادي کال د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی اعلان شو.
د کرېکټ نړۍوالې شورا لخوا دغې جایزې ته عظمت الله عمرزی، د سریلانکا کوشال منډیس او ونېندو هسرنګا او د ویسټ اینډیز شرفین ردرفورډ نوماندان وو.
نوموړی دغه راز د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۴ مېلادي کال د یو ورځنیو لوبو غوره لوبډلې نوملړ کې هم شامل و.
د یادونې وړ ده چې د کرېکټ نړۍواله شورا هر کال لوبغاړي په لوبه کې د دوی د وروستیو ښو لوبو پر اساس نوماندوي.
هېره دې نه وي چې سږ کال د کرکټ د نړیوالې شورا په کلنۍ لوبډلو کې پر عظمت الله عمرزي سربېره راشد خان، الله محمد غضنفر او رحمن الله ګربز هم ځای موندلی و.