سپین غر لوبډلې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه
دا سیالۍ چې په ګروپي شکل د "باغ عمومي، بارک A ،بارک B،مرکزي اتحاد، خوشحال، سپین زر، موسی زی او نوي ځوانانو" لوبډرو ترمنځ په لاره اچول شوې وې د سپین غر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبي ته د " بارک اتلانو او سپین غر" لوبډلو لار ومونده چی د " ۴ - ۳ " پایلې سره د سپین غر په اتلولۍ او بارک اتلانو په دویم مقام پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ د ناوې ولسوالۍ په مرکز خلچ کې ترسره شوې.
د پای په مراسمو کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې جایزې ورکړل شوې.
