سمنګان د نهو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالیو اتلولي خپله کړه
د هېواد د ۹ ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سيالۍ، چې د سمنګان د بدني روزنې او سپورټ په جمنازیوم کې د يوې ورځې لپاره پيل شوې وې، د سمنګان ولایت په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.
په دې سیالیو کې د تخار، بدخشان، کندز، بغلان، فاریاب، جوزجان، مزار، سمنګان او فاریاب ولایتونو ورزشکارانو د ځوانانو او لویانو په کټګوریو او بېلابېلو وزنونو کې سیالۍ ترسره کړې، چې سمنګان لومړی مقام، بلخ دویم او تخار درېیم مقام خپل کړ.
د دې سیالیو موخه د کونګفو ورزش ته وده ورکول او د ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي ټینګښت و.
