سمنګان؛ شاهین خلم لوبډلې د خلم ولسوالۍ د فوټبال B ګروپ سیالیو اتلولي وګټله
د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ د دې ولایت د خلم ولسوالۍ د ورزشي کمېټې له لوري د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B ګروپ سیالۍ، چې د خلم ولسوالۍ په ورزشي میدان پیل شوې وې د شاهین خلم لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ په پایلوبه کې یې شاهین خلم لوبډلې د ۲-۰ ګولونو په توپیر د نخبګان خلم لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.
د یادو سیالیو موخه د خلم ولسوالۍ فوټبال لوبډلې ته د غوره څېرو په ګوته کول دي.
