سرپل لوبډله د يما پطرول افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ اتله شوه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۷
سرپل لوبډله د يما پطرول افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ اتله شوه

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول - افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليگ سيالۍ، چې يوولس ورځې مخکې پیل شوې وې د سرپل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغه ليګ د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق، د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رئيس قاري محمد يوسف احمدي د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيک چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د وزلوبې، نېزه وهلو او دوديزو لوبو ملي فدراسیون رئيس غلام سرور جلال، د ورزش ادارې مسؤلينو، د بېلابېلو شرکتونو مسؤلينو، چاپندازانو او زیات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

د دغو سياليو په پای مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق ټولو راغلو ګډونوالو او اتلې لوبډلې ته مبارکي وويله او د وزلوبې ملي فدراسیون له مسؤلينو، له بېلابېلو شرکتونو له مالي ملاتړ څخه او د ملي تلويزيون له خپراوي څخه یې مننه وکړه.

همدارنګه محترم وثیق زياته کړه « د خوښۍ ځای دی، چې د وزلوبې اووم پړاو ليګ په ډېر ښه شکل ترسره شو او موږ اميد لرو، چې دغه چاپندازان به ښه اينده ولري او په بهرنيو سياليو کې به لا ښه وځليږي.»

ورپسې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رئيس قاري محمد يوسف احمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ښه امنيت ټينګار وکړ او ورزش يې د ولسونو د نږديوالي، مينې او يووالي وسيله او په پای کې اتلې لوبډلې ته مبارکي وويله.

د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو د فدراسیون په نماینده ګي د دې ریاست مشاور احمد سهراب عثماني خبرې وکړې او د دې لیګ په غوره بڼه ترسره کېدل یې د فدراسیون او وزلوبې ورزش لپاره ښه زېری وباله او له ټولو ملاتړ کوونکو څخه یې مننه وکړه.

په پای کې د يما پطرول شرکت استازي جاويد غفوري د ورزش ادارې له مسؤلينو مننه وکړه او تعهد يې وکړ، چې د دوديزو لوبو د ودې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو او په مالي برخه کې به د ورزشکارانو له ملاتړ څخه درېغ و نه کړو.

د يادو سياليو پايلوبه د سرپل او بدخشان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سرپل لوبډلې سیالې بدخشان لوبډلې ته د ۷/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد ليګ اتلولي يې خپله کړه.

د دې لیګ دویم مقام بدخشان، درېیم بغلان او څلورم هغه کندز لوبډلې وګاټه.

د يادونې وړ ده، چې دغه ليګ د بهرنيو چاپندازانو په گډون د کندز، فارياب، بلخ، بدخشان، تخار، باميان، سرپل، پنجشير، سمنگان، بغلان او هرات لوبډلو ترمنځ ترسره شو، چې سرپل لومړی، بدخشان دويم، بغلان درېيم او کندز لوبډلې بيا څلورم مقام خپل کړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلو او چاپندازانو ته کپ، موټرې، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

 

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS