سرپل؛ ګوسفندي ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې امنيه قوماندانۍ لوبډلې خپلې سيالې شه.يد سنوار الغن لوبډلې ته د ۳۱/۲۵ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل و، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
