سرپل؛ صیاد ولسوالۍ کې د ژمي جام په نوم د فوټبال سیالۍ د خورشید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۹:۲۱
سرپل؛ صیاد ولسوالۍ کې د ژمي جام په نوم د فوټبال سیالۍ د خورشید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ اړوند په اهوی کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ژمني جام په نوم د فوټبال لومړی پړاو سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د خورشید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د خورشید او برلیک صیاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې دغه سیالي په ټاکلي وخت کې ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده؛ خو خورشید لوبډلې د پینالټي شوټ په وهلو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د صیاد ولسوالۍ ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د یادې ولسوالۍ د غوره لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS