سرجیو اګویرو احتمال لري فوټبال سره مخه ښه وکړي.
ممکن د بارسلونا او الاویز لوبه د اګویرو د فټبال د دوران وروستۍ لوبه شي.
د تېري اکټوبر میاشتي پر دېرشمه نېټه د بارسلونا او الاویز د لوبي په جریان کي د بارسلونا ارجنټایني حمله کوونکی لوبغاړی سرجیو اګوویر د زړه د ستونزي سره مخ شو، چي وروسته بارسلونا اعلان کړه دغه لوبغاړی د دې له پآره چي عادي حالت ته راوګرځي؛ درې میاشتي فوټبال نه شي کولای.
اوس د کاټلونیا راډیو په یوه راپور کي راغلي، چي د اګویرو اخیري معاینات منفي وه او د اګویرو د زړه ستونزه تر هغه جدي ده، چي مخکي يې خبر ورکړه شوی وو.
د وروستیو معایناتو په منفي پایلو سره دغه لوبغاړی و فوټبال ته د بیا راتګ په خاطر ناهیلی شوی دی او ممکن هغه ډېر ژر د فوټبال سره مخه ښه اعلان کړي.
