زابل کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د قدرت الله او راحت الله کلبونو ترمنځ وشوې، چې په پايله کې د قدرت الله کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
