زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د استاد احمد ويس او استاد باسط کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د استاد باسط ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.