زابل کې د بايسکل ځغلونې سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
زابل کې د بايسکل ځغلونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل، غزني، زابل او د کندهار ولایتونو بايسکل ځغلوونکو ترمنځ په ۶۰ کيلو متري واټن کې د رفت او برګشت په ډول د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې.

د سياليو په پایله کې ذاهد احمد لومړی، محمد عمر سلېمانزي دويم او نقيب الله طوطياخېل بیا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د بايسکل ځغلونې ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۹
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۵
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS