زابل: مرکز قلات ښار کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د یا دولایت مرکز قلات ښار کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له میزانه، ترنک، سیخاک او بازار سیمو څخه ۶۰ پهلوانانو ګډون کړی و، چې په پای کې د سیخانه سیمې پهلوانانو د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
یادې سیالۍ د ځوانانو د جسمي وړتیا د لوړولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو پهلوانانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
