زابل ؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دودييزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت د شاجوی ولسوالۍ په خاکې سيمه کې د څلورو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ تر سره شوې.
دغه سيالۍ،چې د استاد نادرخان ،استاد نقيب الله ،استاد عبدالخالق او د استاد روزي محمد د کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې،په پايله کې د استاد عبدالخالق د کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو موخه ملي او دودييزو لوبو ته وده ورکول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
