زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د نېزه وهنې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د ارغنداب، شاجوی، ميزانې، خاک افغان او سيوري ولسوالۍ د ۳۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ ترسره شوې.
يادې سيالۍ د نوموړي ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت او نېزه وهنې فدراسيون د مسوول په همغږۍ د يونسیف موسيسې په مالي ملاتړ ترسره شوې او موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او پوليو واکسين ته کمپاين و.
دغو سياليو، چې يوه ورځ یې دوام وکړ، په پايله کې شاجوی ولسوالۍ لومړی، ارغنداب ولسوالۍ دويم او د خاک افغان ولسوالۍ نېزه وهونکو درېيم مقام ترلاسه کړ.
هېره دې نه وي، چې په دغو سياليو کې زرګونو نندارچيانو ګډون کړی و.
