زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د محلي غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د مېزانې ولسوالۍ د قومي مشرانو له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۱۶۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې.
دغو سياليو دوه ورځې دوام وکړ او موخه يې د پهلوانانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول، محلي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ياد شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په يادو سياليو کې زرګونو نندارچيانو ګډون کړی و او پايلې يې په مساوي توګه اعلان شوې.
