زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د رزمي ورزشونو ۱۵ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه ورکړل شول
د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د رزمي ورزشونو مسرور کلب کې ۱۵ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه او سندونه ورکړل شول.
په دغه پروګرام کې د زابل ولایت ورزشي مسوولینو هم ګډون کړی و او همدارنګه د یادو مراسمو په اوږدو کې د یو شمېر ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې هم ترسره شوې.
د یادو مراسمو په پای کې غوره ورزشکارانو ته د ورزشي مسوولینو له لوري ستاینلیکونه او ورزشي توکي ورکړل شول.
