زابل؛ په قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ تر سره شوې.
دغه سيالۍ، چې د سيخاک سيمې او ميزاني ولسوالۍ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د سيخاک سيمې ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره پهلوانانو او سيمه ييزو مشرانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
