زابل؛ په قلات ښار کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۱:۵۶
زابل؛ په قلات ښار کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتليتک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې بسم الله لومړی، فايد الله دويم او حاجي محمد بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکاران ته ورزشي وسايل ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS