زابل؛ په قلات ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې د استاد شمس الله او استاد امين الله کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د استاد امين الله کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.