زابل؛ په قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د دوستي جام په نوم د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د دوستي جام په نوم د فوټبال سيالۍ، چې څلور ورځې مخکې پيل شوې پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ترنگ الف، غزنويان الف، ترنگ ب او غزنويان لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه يې د غزنويانو الف او ترنگ الف لوبډلو ترمنځ د وخت له کمښت له امله مساوي پای ته ورسېده.