زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت دبدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او عنعنوي لوبو د مدیریت له لوري، شاجوی ولسوالۍ ته د مهاجرینو د ښه راغلاست په موخه دفیروزي کې ون کیک بوکسنګ په کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو او محلي اوسېدونکو ترمنځ دلاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې، چې لومړی مقام د یاد شوي کلب ورزشکارانو خپل کړ.
ديادو لوبو موخه ملي او دودیزو سیالیو ته وده ورکول او ورزش ته د را ستانه شویو هېوادوالو هڅونه ښودل شوې ده.
