زابل؛ په شاجوی ولسوالۍکې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ تر سره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د درې کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ فول رزم سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، د ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې د استاد عبدالشکور، استاد عبدالغفور او استاد مختار د کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې استاد عبدالشکور کلب ورزشکارانو لومړی او استاد عبدالغفور کلب ورزشکارانو دوهم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه فول رزم ورزش ته وده ورکول و، چې دوه ورځې يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکول شول.