زابل؛ په شاجوی ولسوالي کې د ۴۵ ورزشکارانو تر منځ دفول رزم سیالۍ تر سره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۴۴
زابل؛ په شاجوی ولسوالي کې د ۴۵ ورزشکارانو تر منځ دفول رزم سیالۍ تر سره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د درې کلبونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوريو کې د فول رزم سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، د استاد عبدالله، استاد نادرخان او استاد مختار د کلبونو ورړزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د استاد نادرخان کلب ورزشکارانو لومړی او د استاد عبدالله کلب ورزشکارانو دوهم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د فول رزم ورزش ته وده ورکول وو، چې دوه ورځې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۵۲
Background image

د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه

د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.

دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

BACK TO NEWS